د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مرکز د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې د افغان او عراقي کډوالو د نوم لیکنې او معلوماتو تازه کولو وروستۍ نیټه د ۱۴۰۳ کال د دلو تر ۳۰مې (د روانې لمریزې میاشتې پای) پورې غځول شوې ده. د دې اعلان له مخې، ټول هغه افغان او عراقي کډوال چې لا تر اوسه یې د استوګنې او آمایش کارتونو نوي کولو او ترلاسه کولو کې بریالي شوي ندي، باید ژر تر ژره د خپل استوګنځي په ځای کې د بهرنیو اتباعو خدماتو، استوګنې او کارموندنې دفترونو ته مراجعه وکړي او خپل معلومات تازه کړي. په ایران کې د کډوالو د معلوماتو د تازه کولو لپاره د وروستۍ نیټې غځول د هغو خلکو لپاره یو مهم فرصت دی چې لا یې د استوګنې اسناد نه دي ترلاسه کړي.

- 85
- کې خپور شو 2:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 119274
- February 3, 2025
- کې خپور شو 2:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 119274
- February 3, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د پاکستان علماوو د سولې د ټینګښت لپاره طالبانو ته دخبرو اترو بلنه ورکړه
16:08 - February 19, 2026

د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۰۰ څخه زیات د افغان وګړو آزادېدل
14:21 - February 19, 2026

د اسلامآباد ناسمې تګلارې؛ هغه بیه چي افغانستان او پاکستان يي ورکوي
14:17 - February 19, 2026

په مسکو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ دیپلوماتیکه خبرې اترې
12:59 - February 19, 2026