په ایران کې د مهاجرینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو جوړول

ایجاد مراکز توزیع تذکره الکترونیکی برای مهاجران افغان در ایران

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو د څانګې ویاند محمد حلیم رافع ویلي چی په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو لپاره اړین کارونه تر یوه حده پرمخ تللي او ډیر ژر به د افغان مهاجرینو لپاره دغه بهیر پیل شي. د احصايې او اطلاعاتو وزارت وياند په بېلابېلو هېوادونو کې د الکترونيکي تذکرو د وېش د مرکزونو د جوړولو په موخه د دغه رياست او د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ او ويې ويل: ډېر ژر به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیه او نورو هېوادونو کې د وېش نوي مرکزونه جوړ شي.

بیشتر بخوانید:  ایران له افغانستان سره خواخوږي څرګنده کړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه