د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبداللطیف نظري اعلان وکړ چې د امریکا د پراختیایي او بشري مرستو د بندیدو له امله د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي. هغه له کورنیو رسنیو سره په مرکه کې وويل چي بشري مرستې باید سیاسي نه شي. او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې باید یوازې د بشري موخو لپاره دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدل، د خوراکي توکو او سونګ توکو د بیو چټک لوړوالی او د کاري فرصتونو نشتوالي خلک له ډیرو سختو حالاتو سره مخ کړي دي. ډیری کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بشري مرستو تکیه کوي، او د دې مرستو بندیدل به د خلکو ژوند نور هم زیان منونکی کړي.

- 62
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118731
- کې خپور شو 4:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 118731
- January 29, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118731
- کې خپور شو 4:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 118731
- January 29, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 19:59 - January 29, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



