په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړولو د یوناما د مشر ټینګار

pashto.memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1004
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1004
کې خپور شو 1:21 ب.ظ

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د ملګرو ملتو د دفتر مشر مارکس پوتزل د سرپرست حکومت په کابینه کښې په ټول شموله کیدو ټینګار وکړ.

پوتزل له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لومړی داخلي مشروعیت ته اړتیا ده. نوموړی په دې خبرو کې اوسنی حکومت ټول شموله نه ګڼي.

مارکس پوتزل وویل چې د افغانستان د حکومت لپاره تر ټولو اړینه ده چې داخلي مشروعیت ولري، یعنې د ټاکنو په توګه، د ټولپوښتنې په توګه، د لویې جرګې په توګه، یعنې خلک باید رایه ورکړي.

مارکس پوتزل زیاته کړه چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت خورا کمزوری او ستونزمن دی.

په دې خبرو کې د یوناما مشر د اساسي قانون نشتوالي ته هم اشاره وکړه او سرپرست حکومت یې له اوسنیو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د پلان په نشتوالي تورن کړ.

هغه وايي چې موږ وينو چې يو پلان نشته او اساسي قانون په کې نشته او نور قوانين نه شته، اساسي قانون د اقتصادي بيارغونې مهم شرط دى.

په ورته وخت کې د طالبانو د سرپرستې کابینې مسوولین خپله کابینه ټول شموله بولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
فعالیت_های-فرهنگی-و-رسانه_ای-در-افغانستان
د بشري حقونو څار: د افغانستان د رسنیو آزادی په دوو وروستیو لسیزو کې ټیټې کچې ته رسیدلي
د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول له منځه وړی ده او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو وضعیت اوس په دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
malale-yousef-zay
ملاله یوسف‌زي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
ملاله یوسف‌زي، د نوبل د سولې جایزه ګټونکې، د هغو هېوادونو پر هڅو توندې نیوکې کړې دي چې غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي، او دا کار یې «ریاکاري، تېروتنه او د افغانستان د ښځو سره خیانت» بللی دی.
photo_2025-10-23_08-47-24
کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
د هند د سفارت د رسمي فعالیتونو له بیا پیل سره، هندي رسنیو راپور ورکړی چې کارن یادو د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل سوی دی.
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.
د ښځو غږ باید واورېدل سي، حتی که نوم یې پاتې نه سي!
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زده‌کړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.