په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

لنډ لینک: https://memar.press/?p=579
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 579
کې خپور شو 7:42 ب.ظ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، دا بنسټ غواړي په افغانستان کې له هغو کورنیو سره چې د بېلابېلو لاملونو له امله بې‌ځایه شوي، بېړنۍ مرستې ورسره وکړي او سرپناوې ورته برابرې کړي.

یاده کمېشنرۍ زیاتوي، په افغانستان کې بې‌ځایه شوې کورنۍ په ناسم اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي او په وینا یې هغوی بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د پناه غوښتنونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې: «په افغانستان کې بې‌ځایه شوې کورنۍ لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري. دمګړۍ د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري هڅې کوي، څو هغو کورنیو ته چې اوس اوس بې‌ځایه شوي سرپناوې جوړې کړي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه نظرمیر زیارمل وايي: «په وروستیو طبیعي پېښو کې چې خلکو هر څه له لاسه ورکړل او هغه مرستې چې تر اوسه د نړیوالې ټولنې یا مرستندویه ادارو له‌خوا شوې دي، د کورنیو د یوې یا دوو میاشتو لګښت دی او دوی ته بسنه نه‌کوي. باید نورې مرستې هم وشي.»

د پناه غوښتنونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، په لغمان کې یې پر څه باندې ۲ زره بې‌ځایه شویو کورنیو نغدي مرستې وېشلي دي.

له بل لوري، د بشري حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې لیکلي، د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته له فوق العاده ځانګړو شویو مرستو معلولان نه‌دي برخمن شوي.

راپور زیاتوي، معلولان له روغتيايي خدماتو او نورو لومړنیو مرستو بې‌برخې پاتې شوي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ په راپور کې زیاته شوې: «معلولان د لومړنیو خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو په ګډون له بشري مرستو بې‌برخې شوي دي. معلولان تر نورو ډېر زیانمنونکي دي. په افغانستان کې له شوې زلزلې وروسته د معلولانو د اړتیاوو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي او په شویو مرستو کې هم ورته پام نه‌دی شوی.»

د اقتصادي چارو کارپوه فهیم عباسي وايي: «په اوسني وضعیت کې د بانک له لارې مرستې زیاتې اغېزنانکې دي، ځکه چې د بانک کارت او بایومیټریک د تېروتنو مخه نیسي او په راتلونکي کې به د مرسته ورکوونکو لپاره یوه سرچینه وي او په اقتصاد کې د پیسو جریان به د صنعت سکټور پیاوړی کړي او په نهایت کې به دندې رامنځ‌ته کړي.»

د بشري حقونو څار بنسټ د خپلې ټویټر پاڼې له لارې له نړیوالو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له افغانستان سره مرستې وکړي او د افغان ولس تر څنګ ودرېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
6041776537792613216
یوناما: د افغانستان د ښځو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
گوترش-1
ګوتریش: نړۍ باید د لويو ننګونو د مقابلې لپاره متحده سي
انتونیو ګوتیریش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د «ملګرو ملتونو د ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې له هېوادونو وغوښتل چې د همکارۍ او نړیوال یووالي ژمنتیا تازه کړي.
torkham04
پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر بیا پيل کړ
د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ ادارې اعلان کړې چې له طالبانو سره د دوحې د اوربند له تړون وروسته، له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په مرحله یې توګه بیا پیل سوی دی.
photo_2025-10-23_19-07-46
فیاض احمد ابراهیمی د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې د برونز مډال وګټه
فیاض احمد ابراهیمی، د افغانستان د رزمي ورزشونو لوبغاړی، د بحرین په کوربتوب د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې وتوانېد چې د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د برونز مډال خپل کړي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.