پر ښځو د طالبانو فشار دوام لري/ له پوهنتونونو د ښځینه کارکوونکو ګوښه کول

محدودیت‌های تازه طالبان؛ اخراج کارمندان زن دانشگاه‌ها و تحمیل جایگزینی مرد

د معمار پرس د خبر له مخې: طالبانو له پوهنتونه ښځې اخراجوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه نوي حکم په صادرولو سره د پوهنتون له ټولو ښځینه کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په دریو ورځو کې دې یو نارینه پر ځای نوماند وټاکي که نه نو دا ښځې به له دندو ګوښه شي. د طالبانو دغه نوې پرېکړه يو ځل بيا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زياتېدونکو محدوديتونو ته زور ورکوي او په هېواد کې يې د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. د دې په پام کې نیولو سره چې ډیری ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي دي، دا پریکړه به د ښځو او د هغوی د کورنیو په اقتصادي او ټولنیز وضعیت ناوړه پایلې ولري.

بیشتر بخوانید:  د ایران د چارواکو او د افغانستان د حکومت تر منځ د اوبو د حقونو په اړه غونډه وشوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه