پاکستان: په افغانستان کې سوله او ثبات باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي

پاکستان : صلح و ثبات در افغانستان باید در اولویت جامعه جهانی باشد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د دلو په لومړۍ نیټه په یوه خپره شوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې هیواد یې له افغانستان سره د دوامداره بشري مرستو ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې په هیواد کې د سولې او ثبات ډاډمن کول باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي. پاکستان دا هم زیاته کړه چې هیواد یې له څلویښتو کلونو راهیسې له څلورو ملیونو څخه زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کوي او تل یې هڅه کړې چې د دې خلکو ملاتړ وکړي. اوسني وضعیت ته په پام سره، دې هیواد په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او مرستې ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د تعلیم، روغتیا او خوړو په برخو کې.

بیشتر بخوانید:  هرات کې د بهرنیو چارو وزارت استازي د یوناما له ساحوي استازې سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه