د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو له اندېښنو وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چي د افغان مهاجرینو د راجستریشن سند (PoR) کارتونو د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د سرطان د میاشتې تر ۹ نیټې (د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰) پورې غځول شوې ده. د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغه خبر په داسې حال کښې خپور شو چې د دغه هېواد ستره محکمه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج په خلاف د درخواستونو د څېړلو په حال کښې دی. په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شمیر چې د PoR کارتونه لري ۱.۳ ملیون اټکل کیږي. برسېره پر دې، شاوخوا ۷۰۰,۰۰۰ نور خلک د افغان تابعیت کارتونه (ACC) لري. د کارتونو د غځولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې په لویه کچه د افغان کډوالو د ایستلو پلان لري.

- 66
- کې خپور شو 12:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 116253
- January 8, 2025
- کې خپور شو 12:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 116253
- January 8, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:54 - January 8, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=116253
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د مهاجرو ایستل؛ له دوو زرو ډېرې کورنۍ په یوه ورځ افغانستان ته ستنې سوې
15:53 - November 23, 2025

د پاکستان له تړل سویو پولو سره د افغانستان د صادراتو وده
15:49 - November 23, 2025

آیا پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د نوې وینې په لټه کې دی؟
15:42 - November 23, 2025
جنرال یاسین ضیا د افغانستان د رهبري لپاره غوره ټاکل سوی شخصیت بلل کېږي
14:38 - November 23, 2025