وروستیو سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=570
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 570
کې خپور شو 7:32 ب.ظ

د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ کروندګر او بڼوالو ته سخت زیان رسېدلی او له دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

د دې وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته شوې: «په شپږو وروستیو ورځو کې د سېلابونو له امله ۵۷ هېوادوال مړه شوي او څه باندې ۷۲ نور ټپیان دي او همداراز ۲ زره څاروي تلف شوي دي. ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۰۰ نور یې څه ناڅه خراب شوي دي.»

ښاغلي حقاني وايي: «زموږ ریاستونه خلکو ته لومړنۍ مرستې کړې دي. هغو کسانو ته چې سرپناه نه‌لري خیمې، خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شوي دي. زيانونه ډېر دي، نو زياتو پيسو ته اړتيا لري.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په وروستیو سیلابونو کې یو زیات شمېر کروندګر تاواني شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چې بارانونه شوي، سیلابونه راغلي، کرنیزې ځمکې او کرنیزې کانالونه یې زیانمن کړي دي. په ځينو ولايتونو کې مېوې لکه انار او انګور او په ځينو ولايتونو کې د شفتالو او مڼو حاصلات خراب شوي دي.»

له دې سره سم، ځينې کروندګر بیا له مرستندویانو غواړي چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

د وردګو په مرکز کې یوه کروندګر طلوع‌نیوز ته وايي: «سخت بارانونه وورېدل، په بېلابېلو ولسوالیو په ځانګړې توګه په سیداباد ولسوالۍ کې سخت سېلابونه راووتل. دې کار بزګرانو او عامو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.»

د ننګرهار ولايت يو بل بزګر وايي: «د سختو سيلابونو او توپانونو په پایله کې زموږ يو هېوادوال مړ او يو بل ټپي شو. د دې سیمې خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»

د ویلو ده چې په وروستیو سېلابونو کې څه باندې ۵۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
unnamed
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
Woman-WHO-1024x576
د افغانستان د ښځو د امیندوارۍ پټ روغتیایي بحران
بازداشت-مهاجران-در-پاکستان
د پنجاب پولیسو د افغان مهاجرینو د نیولو لړۍ پیل کړې ده
د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان چارواکو په پنجاب ایالت کې د افغان مهاجرینو د نیولو او شړلو پراخه عملیات پیل کړي دي.
khaje-asef-2
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند استازي ځواک ګرځېدلي دي
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.