هند د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره بشري مرستې لېږي

هند اعلان کړی چې په بلخ او سمنګان کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره ۱۵ ټنه خوراکي او درملیزې مرستې لېږي.
هند د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره بشري مرستې لېږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، هند پریکړه کړې چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تیرې شپې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره ۱۵ ټنه خوراکي او بشري مرستې ولېږي.

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د عقرب ۱۲مه، اعلان وکړ چې دغه مرستې د خوراکي موادو او درملیزو جوپو په ګډون دي او ژر به د زلزله‌ځپلو سیمو ته ورسېږي. همدارنګه، جی شنکر، د هند د بهرنیو چارو وزیر، د تلیفون له لارې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د زلزلې د قربانیانو په اړه خبرې وکړې، همدردي یې څرګنده کړه او د دغه بشري مرستو د لېږد خبر یې ورکړ.

تېره شپه شاوخوا د شپې په ۱۲:۵۹ د ۶.۳ ریشتر په کچه زلزلې د بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول، چې تر دې دمه لسګونه کسان پکې وژل سوي او سلګونه نور ټپیان سوي دي. په زیان‌منو سیمو کې د ژغورنې او بیړنیو مرستو عملیات روان دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط