هسپانیا په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې د قضیې نړیوالې محکمې ته د راجع کولو ملاتړ کوي

حمایت اسپانیا از ارجاع قضیه نقض حقوق زنان در افغانستان به دادگاه بین‌المللی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباریز په مادرید کې د افغان ښځو او نجونو د خوندیتوب په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي. الباریز ټینګار وکړ چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او زیاته یې کړه: “نړیوالې محکمې ته د دې موضوع راجع کول کولای شي د افغان ښځو لپاره هیلې او روښانتیا راولي.” هغه دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دغه موضوع په جدي توګه تعقيب کړي او د ښځو د حقوقو په تامينولو يې د بشر د حقوقو د يو اساسي اصل په توګه ټينګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په څېر هېوادونو هم د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې موضوع د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړې ده

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د واکمنۍ یو کال؛ په کابل کې د ښځو لاريون، طالبانو په ډزو ځواب وړکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط