د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې نصرالله مصباح شهرستاني د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل؛ خوښ دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې، تبعیض له منځه لاړ او عدالت رامنځته شو.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع په ګډون ټولو قومونو ته ځای ورکړی، خو غوښتنه یې وکړه، چې د اهل تشیع له کادرونو څخه دې په دولتي جوړښتونو کې لا ډېره ګټه واخيستل وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو اړوند دی او له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.
نوموړي همدارنګه وويل چې په اسلامي امارت کې د هر قوم، سیمې او ولایت خلک شته او نظام د وړتیا په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، په دې برخه کې به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

- 50
- منتشر شده در 12:44 ب.ظ
- شماره خبر 2160
- January 8, 2023
- منتشر شده در 12:44 ب.ظ
- شماره خبر 2160
- January 8, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:44 - January 8, 2023
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=2160
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

ماشوم له وسلې سره؛ عدل که د دین په نوم انتقام؟
16:21 - December 4, 2025

یونیسف: په زلزلهځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخنۍ له امله مړه سوي
15:03 - December 4, 2025

اروپايي اتحادیه: افغانې ښځې او انجونې د بېوزلۍ تر ټولو دروند بار زغمي
15:00 - December 4, 2025

د طالبانو ژمنه د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هیواد کې دننه او بهر
14:56 - December 4, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments