د معمار د خبر له مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت د ايران شارژدافير ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او بریالي ماموریت د ترسره کولو هیله يې څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ډیپلوماتیکو اړیکو، تګ راتګ او سوداګرۍ پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو پر جغرافیايي ارزښت خبرې وکړې، د سیمه يیزې او نړیوالې سوداګرۍ د ايجاد لپاره یې د مناسبو فرصتونو یادونه وکړه، په زیربنايي او اقتصادي پروژو لکه کانونه، انرژي، ریل پټلۍ او داسې نورو برخو کې یې پانګونې ته چمتووالی وښود.
په پای کې ښاغلي متقي په ایران کې د افغان بندیانو د خلاصون او افغان کډوالو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او سرپرست سفير ورته په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

- 50
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1816
- کې خپور شو 9:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 1816
- December 26, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1816
- کې خپور شو 9:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 1816
- December 26, 2022
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



