د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې کړې ده چی په تیرو دریو میاشتو کې څه باندې ۷۸۶ زره افغانان د رسمي لارو له لارې له افغانستان څخه مهاجر شوي دي. د دغه راپور له مخې چې نن خپور شو، له ۹۰ زرو څخه زیاتو افغان مهاجرینو له هیواد څخه د دوی د وتلو د لاملونو په اړه خبرې کړي دي. د دغو مهاجرتونو اصلي لاملونه د غوره اقتصادي فرصتونو لټون، امنیتي اندېښنې، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او له کورنیو سره لیدنه ده. د درملنې د کم لګښت له امله، پاکستان د افغانانو د طبي مهاجرت یو له اصلي ځایونو څخه دی. دغه سازمان همداراز اټکل کړی، چې اوسمهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

- 57
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105745
- کې خپور شو 12:08 ب.ظ
- د خبر شمیره 105745
- October 22, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105745
- کې خپور شو 12:08 ب.ظ
- د خبر شمیره 105745
- October 22, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 18:09 - October 22, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



