ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ کال به په نړۍ کې له ۱۱۰ میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي

ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ کال به په نړۍ کې له ۱۱۰ میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي

 

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۱۷ مه اعلان وکړ چې د تعلیمي پرمختګ د کچې د ارزونې له مخې اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به څه باندې ۱۱۰ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شي.

 

د دې سازمان د ښځو څانګې ټینګار وکړ چې دا جالوالی نجونې د “تاوتریخوالی او استثمار” له خطر سره مخ کوي.

 

په یوه راپور کې چې عنوان یې دی “په تعلیم کې د جنډر تبعیض: نړیوال وضعیت”، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان وکړ چې د دوامدار پراختیا په څانګه کې موجودې احصایې ښیې چې نړۍ د جنډر مساواتو ته د رسیدو په لاره کې نه ده.

بیشتر بخوانید:  په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵۰ تنه عمره کوونکي مړه او ټپیان شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x