د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر بندولو نیوکه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوولسو خپلواکو کارپوهانو په دې اعلامیه کې ویلي چې په داسې حال کې چې افغان نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي، ښځې هم عامه ځایونو لکه پارکونو او د سپورټ سالونونو ته له ننوتو منع دي. دغو کارپوهانو دا هم په ګوته کړه، چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د ماشومانو د تفریح، سپورټ او تفریحي فعالیتونو له فرصته بې برخې کوي. د بشري حقونو دغو څارونکو دا غوښتنه هم وکړه چې د طالبانو موقت حکومت دې د بشري حقونو ټولو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي چې افغانستان یې مسولیت لري. د بشري حقونو هغه معیارونه چې افغانستان په آزاده توګه منلي دي په بشپړه توګه پلي کړي او د ټولو نجونو او ښځو حقونو ته په درناوي سره هغوی ته د زده کړې، کارموندنې او په عامه او کلتوري ژوند کې د ګډون لپاره لاره هواره کړي. کارپوهانو د نړیوالې ټولنې له غړو هم وغوښتل چې د افغان ښځو لپاره د برابرو زده کړو د فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ وکړي.

- 44
- منتشر شده در 3:50 ب.ظ
- شماره خبر 1450
- November 28, 2022
- منتشر شده در 3:50 ب.ظ
- شماره خبر 1450
- November 28, 2022
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:50 - November 28, 2022
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1450
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



