ملګرو ملتونو افغانستان ته د بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستې لپاره د یوه هر اړخیز پروګرام د پیلولو اعلان وکړ

سازمان ملل از راه‌اندازی برنامه‌ای جامع برای کمک به آوارگان داخلی و بازگشته به افغانستان خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو او د مدني ټولنې د فعالانو په همکارۍ یې د څه باندې درې میلیونو داخلي بې ځایه شویو او یو نیم ملیون افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هراړخیز پلان جوړ کړی دی. دغه سازمان په هغې خبرپاڼه کې چې د (د ميزان ۲۲مه) خپره شوې، پر دې ټينګار کړى دى چی دا پروګرام د افغاني ټولنې د ډیرو زیان منونکو طبقو دې ډلې ته د بیړنیو او اوږدمهاله مرستو د برابرولو په هدف جوړ شوی دی. د دې پروګرام پر بنسټ به هڅه وشي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ خدمتونو او ملاتړ ته د دغو کسانو د لاسرسي کچه لوړه شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه