ملا یعقوب: د نظام دښمنان غواړي د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت تیره شپه (د میزان ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: د ملي دفاع وزارت سرپرست پرون د پنجشیر ولایت د محاربوي ګډې روزنیزې قوماندانۍ په مقر کې له نویو ګمارل شویو عسکرو سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست له سرتېرو سره په دې کتنه کې وویل: اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی، د نظام دښمنان غواړي زموږ د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي.

د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، ستاسو د ځوانانو د قوي ارادې او اسلامي انګېزې پر وړاندې به د خلکو دښمنان هیڅکله بریالي نه شي.

اعلامیه زیاته کړې: “د ملي دفاع سرپرست وزیر د محاربوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د تعلیمي بهیر د ارزونې پرمهال د سرتېرو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.”

اعلامیې زیاته کړې چې د محاربوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره په عملي او نظري بڼه د پوځي او مسلکي زده کړو بهیر روان دی.

بیشتر بخوانید:  د بشري حقونو فعالان: په ابوظبي کې د افغان کډوالو وضعیت کړکېچن دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x