ملا نورالله نوري: د افغانانو ستونزې حل کول او دوی ته خدمت کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

ملا نورالله نوري: د افغانانو ستونزې حل کول او دوی ته خدمت کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د دغې کتنې پر مهال د یاد وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د زابل مرستیال والي محب الله حماس، د زابل د علماء د شورا غړی مولوي عبدالقدوس، د یاد ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس عبدالکریم سحر، د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان نعمت الله شکېب د شینکۍ ولسوال زبیر آغا، قومي سپین ږیرو او عالمانو حضور درلود.

د کتنې په پیل کې د قومي سپین ږیرو په استازیتوب څو تنو د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ د تېر اشغال ماته او د اسلامي نظام ټینګښت یې د قومونو د قربانیو او یووالي برکت وباله.

دوی دغه راز د هېواد امنیت، او یووالی بې ساري یاد کړ او له حکومت څخه یې د څلورو ولسوالیو د سړک رغول او د لوی پل د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ورته مهال ملا نوالله نوري د خپل سفر هدف د یادو ولسونو پوښتنه او د دوی ستونزې اورېدل یاد کړ او ویې ویل، چې د شینکۍ، سیوري او اټغر خلکو لوی ملا صاحب رحمه الله ته په خپله غېږه کې ځای ورکړی و.

نوري زیاته کړه، چې د اسلامي نظام په راتګ سره سمت پرستي قوم پرستي او تعصب له منځه تللي او د افغانانو وقار خوندي شوی دی.

نوموړي وویل، چې لکه څنګه چې مو پرون جهاد یوه فریضه وه اوس مو د دې ولس ساتل، د دوی ستونزې حل کول، دوی ته خدمت کول یوه فریضه ګڼلې او ستاسې ټولې ستونزې به موږ د حل په موخه تر لوړو مقاماتو رسوو.

بیشتر بخوانید:  د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال: د افغانستان حکومت د چین د یو کمربند او یوې لارې له نوښت سره همکاري کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x