ملاهبت الله او په حکومت کې نوې ګمارنې، په شمول د پنجشیر او اندراب لپاره د ځانګړي نظامي افسر ټاکل

لنډ لینک: https://memar.press/?p=863
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 863
کې خپور شو 12:43 ق.ظ

د معمار وحدت د خبري آژانس د خبر له مخې؛ ذبیح الله مجاهد د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند نن یکشنبه (د اسد ۳۰مه) په خپل ټویټر کې د ښاغلي اخندزاده د نویو ګمارنو فرمان خپور کړ.

د طالبانو د دغو طرحو پر بنسټ د دفاع وزارت پخوانی مرستیال عطاالله عمري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د سرپرست په توګه، د کرنې وزارت پخوانی رئیس عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مرستیال په توګه او د اروزګان پخوانی والي محمد خان د پکتیا د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د ښاغلي اخندزاده د دې پرېکړې پر بنسټ، د پکتیا پخوانی والي محمد علي جان احمد د اروزګان د والي په توګه او عبدالقیوم ذاکر د پنجشیر او اندراب ولایتونو د نظامي مسوول په توګه ټاکل شوي دي.

د دغه راز په فرمان کې ملا محمد طیب حقاني د پنجشیر د امنیه قوماندان په توګه او د فراه ښاروال مولوي عبدالظاهر خادم د دغه ولایت د امنیه قوماندان په توګه نومول شوی دی.

د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، د دغه ولایت د لوا قوماندان مولوي عبدالولي ادریس د فراه د ښاروال په توګه، د “مسافر” په نوم یو کس د پنجشیر د لوا د قوماندان په توګه او د فراه امنيه قوماندان ملا نعمت الله معصوم د دغه ولايت د لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
1de21348-da5e-4315-85ca-5a8a59b7f113_w408_r1_s
د افغانستان په جنوبي پولو کې انساني ناورین؛ نړیواله ټولنه باید اقدام وکړي
د پاکستان له‌خوا د افغان مهاجرینو د ډله‌يیز اخراج د دوام په تعقیب، کارپوهانو او د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د استوګنې د اسانتیاوو او لومړنیو خدماتو د نشتوالي له امله د افغانستان په جنوبي پولو کې د یو پراخ انساني ناورین د رامنځته کېدو احتمال سته.
بازگشت-مهاجرین-افغان
یوازې د یوې ورځې په اوږدو کې د ۲۸۰۰ څخه زیاتو کورنیو ستنېدل افغانستان ته
د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ستنېدو لړۍ په دوام کې، د طالبانو رسمي سرچینو ویلي چې یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه)، له بېلابېلو پولو څخه له ۲۸۰۰ څخه زیاتې افغان کورنۍ هېواد ته ستنې سوې دي.
masjed-mazar-
د مزار شریف تاریخي جومات ته د وروستۍ زلزلې سخت زیان + ویډیو
هغه زلزلې چې د دوشنبې په سهار د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول، د استوګنیزو او تاریخي ځایونو ترڅنګ، د مزار شریف آبی جومات ته یۍ هم درانه زیانونه اړولي دا جومات د هېواد له مهمو مذهبي او تاریخي بناوو څخه شمېرل کېږي.
تمدید-قرارداد-واردات-برق-افغانستان-
د زلزلې له امله د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدل
د برشنا شرکت اعلان کړی د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي له مدار څخه وتلي او د هېواد په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې، برېښنا پرې سوې ده.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.