مقتدا صدر د سیاست نړۍ ته الوداع وویل

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د صدر غورځنګ مشر مقتدي صدر اعلان وکړ چې له ټولو سیاسي فعالیتونو یې لاس اخیستی دی.

الصدر د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د «سید شهید» انسټیټیوټ او د هغې د معاونینو ټول دفترونه یې تړلي او له ټولو سیاسي فعالیتونو څخه یې لاس اخیستی دی.

په دغه بیانیه کې هغه ټینګار کړی چې له دې وروسته به په پارلمان کې کومه ډله او یا په حکومت کې دننه او یا بهر کوم چارواکی خپل استازی ونه ګڼي.

د صدر غورځنګ مشر زیاته کړه هر هغه څوک چې د دغو غوښتنو خلاف څرګندونې وکړي له شرعي او قانوني سزا سره به مخ شي.

د دغه رپوټ له مخې د صدر غورځنګ ډله چې د «الاحرار» ډلې په نامه مشهوره ده، د عراق د پارلمان له ۳۲۵ څوکیو څخه ۴۰ څوکۍ لري او مقتدا صدر هم د عراق په مرکزي او جنوبي برخو کې ډېر محبوبیت لري.

بیشتر بخوانید:  په جوزجان کې د نامعلومو کسانو له خوا یوه مور او ماشوم په ډزو وژل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x