مجاهد: نن افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د هیواد قوانین له پخوا څخه په میراث پاتې دي خو نن افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري.

خو يو شمېر حقوق پوهان وايي، چې د نوي اساسي قانون په جوړیدو سره به د ټولنې د سیاسي او ټولنیز وضعیت لید لوری مشخص شي.

د طالبانو ویاند له کلید راډیو سره په خبرو کې د نوي اساسي قانون د طرحې په اړه د طالبانو د مشرتابه له پرېکړې خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه: ډېر قوانین له پخوانیو رژیمونو څخه په میراث پاتې دي، خو یو متحد او له جګړې څخه پاک افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري.

د افغانستان وروستی اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې د لویې جرګې له خوا تصویب شو چې د ۱۴۰۰ کال د اسد تر ۲۴ پورې نافذ و او د جمهوري ریاست له سقوط وروسته وځنډول شو.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د بریا د لمانځلو لپاره د پروان خلک اړ کړل چې خپل کورونه پریږدي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x