رسنۍ یوازې د خبر لیږدونکي نه دي، بلکې د مدني کلتور او ټولنیز پوهاوي جوړونکي دي. هره ټولنه چې خپل خبریالان پکې آزاد وي، خلک یې هوښیار دي او حکومت یې ځواب ویونکی دی. خبریالان چې هوښیار او مسؤل وي، د ټولنې ښوونکي دي؛ دوی د خپل قلم په وسیله ملتونه د ناپوهۍ له خوبه راویښوي او د حقیقت په رڼا کې د خبرو، زغم او درناوی فرهنګ ته وده ورکوي.
د نومبر دویمه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا نه ورکولو نړیواله ورځ ده، چې د حقیقت او آزادۍ د دفاع نړیوال مسؤلیت را یادوي. دا ورځ یوازې د خبریالانو شهیدانو د یادولو ورځ نه ده، بلکې د ځورونکو رژیمونو، له هغې جملې اسرائیل، او همدارنګه په افغانستان کې د جمهوریت او طالبانو په حکومتونو کې د بېعملۍ د نیوکې فرصت هم ده. خبریالان د ملتونو ویښ وجدانونه دي، او د دوی وژنه د بشریت د پوهاوي څراغ مړکول دي.
په نننۍ نړۍ کې چې حقیقت د قدرتونو د ګټو په اور کې سوځي، خبریال یوازینی انسان دی چې د خلکو او تیارو ترمنځ ولاړ دی. د نومبر دویمه هر کال یادوي هغو کسانو ته چې د «هغه څه چې سته» د ویلو لپاره د «هغه څه چې باید نه وای» قرباني سول. خو ۲۰۲۵ کال داسې راغلی دی چې د خبریالانو وژونکو لپاره سزا نه ورکول نه یوازې پای ته نه ده رسیدلې، بلکې په داسې سیمو کې لکه غزه، لبنان او افغانستان، دا یوه سیستماتیکه او دردناکه ناورین ګرځیدلې دي. صهیونیستي رژیم، د افغانستان د جمهوریت پخواني واکمنان، او طالبان هر یو په خپل ډول د حقیقت غږ خاموشولو کې برخه درلودلې ده؛ او نړۍ چې د آزادۍ مدعي ده، لا هم په چوپتیا ناظره ده.
د بیان آزادي او د معلوماتو لاسرسي حق یوازې امتیاز نه دی، بلکې طبیعي او نه اخیستل کېدونکی حق دی. نړیواله اعلامیه د بشر حقوق څرګندوي چې هر فرد حق لري چې خپل نظر آزادانه څرګند کړي او د معلوماتو د موندلو او انتقال لپاره له هرې رسنۍ استفاده وکړي. خبریال د وجدان په معنا د دې ټولنیز حق ساتونکی دی؛ هغه د ټولنې څارونکی او د بې اوازه خلکو غږ دی. د هغه خاموشول د سلګونو هوښیارو وجدانونو خاموشول دي. په هغو ټولنو کې چې رسنۍ خفه کېږي، حقیقت هم دفن کېږي او استبداد ریشه غورځوي.
اسلام، د ځینو زورواکو واکمنانو په تصور، د سکوت او وېرې دین نه دی؛ بلکې د پوهاوي، مسؤلیت او د حق څرګندولو دین دی. قرآن کریم فرمایي:
«وَلا تَلبِسُوا الحَقَّ بِالباطِلِ وَتَكتُمُوا الحَقَّ وَأَنتُم تَعلَمونَ» (بقره: ۴۲)
او حق د باطل سره مه ګډوئ او حقیقت مه پټ کوئ، په داسې حال کې چې پوهیږئ!
پیغمبر اکرم (ص) هم فرمایلي دي: تر ټولو غوره جهاد، د ستمګر حاکم په وړاندې د عدالت خبره کول دي.
دا وینا د اسلام د خبریالۍ روح دی. خبریال چې د عدالت لپاره لیکي او د ظلم پر وړاندې ودریږي، په حقیقت کې مجاهد فی سبیلالله دی؛ او څوک چې هغه خاموشوي، د باطل شریک دی. له دې نظره، د خبریالانو وژنه نه یوازې د انسانیت پر وړاندې جرم دی، بلکې د الهي حقیقت پر وړاندې لویه ګناه ده.
۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه د خاورمیانه په سیمه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له تر ټولو وحشتناکو دورو څخه وو. صهیونیستي رژیم له هېڅ ډار پرته له ۱۸۰ څخه زیات خبریالان په غزه او لبنان کې ووژل؛ ګڼ شمېر نور ټپیان، ورک یا بندي سول. اسرائیل د رسنیو دفترونه بمبار، د ژوندۍ خپرونې پر مهال پر خبریالانو بریدونه، او سخت سانسور په کار اچولو سره هڅه کړې چې د جګړې حقیقت د نړۍ له سترګو پټ کړي. دا جنایتونه د جنوا د کنوانسیون د ۷۹ مادې او د نړیوالو حقوقو له اصولو ښکاره سرغړونه ده. خو نړۍ د وېرې یا منافقانه دلیلونو له مخې چوپ پاتې ده. اسرائیل نه یوازې د فلسطین ولس محاصره کړی، بلکې حقیقت یې هم په قفس کې اچولی دی. دې رژیم د «حق وژنې» سیاست سره ښودلې چې له کلمو څخه د توغندیو څخه زیات وېرېږي.
په دوه لسیزو کې د جمهوریت واکمنۍ (۲۰۰۱–۲۰۲۱) په افغانستان کې، خبریالان د وژنې، ګواښ او ورکیدو شاهدان وو. خو د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونه نه یوازې د دې جنایتونو عاملین نه سول، بلکه په ډېرو مواردو کې د قضایي تعقیب اراده هم نه درلوده. پداسې حال کې چې خبریالان د حق او پوهاوي لپاره ژوند د لاسه ورکوۍ، د جمهوریت مشران په قومي تعصب، فساد او د قدرت وېش کې بوخت وو. په دې دوره کې، مستقل خبریالان ځینې وخت ګواښل سوي، ځینې وخت محدود سوي، او ځینې وخت حتی وژل سوي.
اسلام او سیاسي اخلاق داسې خیانت زغملی نسي، او د پوهاوي په امانت کې خیانت، د خلکو پر وړاندې تر ټولو لوی خیانت دی.
د کابل د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره، په افغانستان کې د رسنیو تور فصل پیل سو. سانسور، نیول، شکنجه او د خبریالانو تهدید د رسمي سیاست برخه سوه. لسګونه خبریالان لکه ذبیحالله نوري او سلګونه نور د تاوتریخوالي، شکنجې او تحقیر قرباني سول. طالبانو د قبیلوي ذهنیت په درلودو سره د خبرو او پوهیدو حق جرم اعلان کړی.
ریښتینی اسلام هیڅکله د پوښتنې پر وړاندې نه وېریږي. که طالبان د پوښتنې او نقد وېرېږي، دا د ایمان نه، بلکې د ناپوهي او ګناه له امله ده. د اسلام او د بشر د حقوقو له نظره، د طالبانو حکومت د حقیقت او انسانیت پر وړاندې جنایت کړی دی. دا ډله باید د خبریالانو شکنجه، وژنې او ګواښ لپاره ځواب ویونکي وي. لکه څنګه چې امام علي (ع) فرمایلي: هر څوک چې حق له منځه یوسي، الله یې ذلیلوي.
رسنۍ یوازې د خبر لیږدونکي نه دي، بلکې د مدني کلتور او ټولنیزې پوهاوي جوړونکي دي. هره ټولنه چې خپل خبریالان پکې آزاد وي، خلک یې هوښیار دي او حکومت یې ځواب ویونکی دی. خبریالان چې هوښیار او مسؤل وي، د ټولنې ښوونکي دي؛ دوی د خپل قلم په وسیله ملتونه د ناپوهۍ له خوبه راویښوي او د حقیقت په رڼا کې د خبرو، زغم او درناوی فرهنګ ته وده ورکوي. له همدې امله، هره مرمۍ چې د یوه خبریال پر زړه وویشتل سي، په حقیقت کې د کلتور او انسانیت پر بدن ویشتل کېږي.
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا نه ورکولو نړیواله ورځ یوازې د تیر یاد نه دی؛ بلکې د نن او سبا لپاره غږ دی. تر هغه وخته چې د خبریالانو وژونکي په غزه، افغانستان او د نړۍ نورو سیمو کې د نړیوال عدالت په محکمو کې محاکمه نه سي، نړۍ نه سي کولای ځان متمدنه وبلې. اسرائیل د خبریالانو پر وړاندې خپلو جنایتونو سره د اشغالګر او ماشوم وژونکي رژیم حقیقي څېرې ښکاره کړې. طالبان د خبریالانو پر ځپلو او شکنجه سره خپل ضداسلامي ماهیت څرګند کړې. او د جمهوریت حکومتونه د خپلې بېتفاوتۍ له امله د تاریخ په وړاندې شرمېدلي پاتې سول. خو د حقیقت څراغ به هیڅکله مړ نسي. هر وژل سوی خبریال د ملتونو په اسمان کې یو ستورې دي.
هیله ده نړۍ په یوه غږ ووایي: د حقیقت وژونکو ته نه، د ظلم په وړاندې چوپتیا ته نه، او هو د آزادۍ، عدالت او بشري کرامت لپاره.
د ټولو خبریالانو لپاره، د نړۍ په هره نقطه کې، د امنیت، د قلم ازادۍ، او د عدالت هیله کوو. هیله ده چې زموږ قلمونه هیڅکله د ظلم پر وړاندې مات نسي او حقیقت تل پاتې سي!




