د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قطر حکومت اعلان وکړ چې په دوحه کې له طالبانو سره د ګډ کاري ځواک کمیټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د قطر او افغانستان ترمنځ د کار په ډګر کې د وروستیو پرمختګونو او نورو اړوندو مسلو په اړه بحث وشو. خو د قطر حکومت د غونډې د اجنډا په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده. طالبانو مخکې له دې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له قطر څخه غوښتي وو چې د افغان کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره کړي. په دې برخه کې، د قطر حکومت د دې غونډې په جوړولو او د طالبانو د پلاوي په رسمي هرکلي سره د اقتصادي همکارۍ په لور ګامونه پورته کړي دي.

- 72
- کې خپور شو 12:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 117144
- January 16, 2025
- کې خپور شو 12:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 117144
- January 16, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د مهاجرو ایستل؛ له دوو زرو ډېرې کورنۍ په یوه ورځ افغانستان ته ستنې سوې
15:53 - November 23, 2025

د پاکستان له تړل سویو پولو سره د افغانستان د صادراتو وده
15:49 - November 23, 2025

آیا پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د نوې وینې په لټه کې دی؟
15:42 - November 23, 2025
جنرال یاسین ضیا د افغانستان د رهبري لپاره غوره ټاکل سوی شخصیت بلل کېږي
14:38 - November 23, 2025