قزاقستان ته د طالبانو د اقتصادي پلاوي سفر

سفر هیأت اقتصادی طالبان به قزاقستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د طالبانو اقتصادي پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغان تولیداتو په نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته تللی دی. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ ۲۵۰ کسیز پلاوی د افغاني تولیداتو په نندارتون کې د ګډون او له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه الماتې ته تللی دی. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی چی په دغه پلاوي کې د خصوصي سکټور استازي هم حضور لري او د دغه سفر موخه د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د قزاقستان له چارواکو سره رسمي ناستې او د بېلابېلو سوداګریزو پروګرامونو ترسره کول دي. په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او همدارنګه د افغانستان د مرکزي بانک استازي شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط