د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د یکشنبې په ورځ (د قوس ۲۷مه) په کابل کې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په پروګرام کې وویل چي د اتباع د پاسپورټونو او زیږون سندونو د چاپ په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي. حنفي زیاتوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا لګول شوي محدودیتونه د طالبانو حکومت د دې لامل شوي چې هېوادوالو ته اجازه ورنکړي چې پاسپورټونه او د زیږون سندونه چاپ کړي. د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په ټپه درېدلې ده. په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر دوام د هېوادوالو له شکایتونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1701
- کې خپور شو 1:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 1701
- December 19, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1701
- کې خپور شو 1:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 1701
- December 19, 2022
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:30 - December 19, 2022
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



