عاکف مهاجر؛ نږدې ۱۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي او له ۷۰۰۰ څخه ډیر یې څېړل شوي دی

عاکف مهاجر؛ نږدې ۱۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي او له ۷۰۰۰ څخه ډیر یې څېړل شوي دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې ملت ته داسې احصایې وړاندې کړې چې په تېر کال کې په بېلابېلو څانګو کې شاوخوا ۱۱ زره شکایتونه ثبت شوي چې له دې ډلې له ۷ زرو ډېر یې څېړل شوي دي. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، دغه شکایتونه د میراث، اجباري ودونو او یو شمېر نورو مسلو په تړاو وو. سربیره پردې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د منکراتو د مخنیوي لپاره په بیلابیلو سکتورونو کې د یوولس محدودیتونو د لګولو خبره کوي. دغه وزارت په هېواد کې د جبري ودونو د قضیو د مخنیوي اعلان هم وکړ او ټینګار یې وکړ چې له داسې کسانو سره به قانوني چلند وکړي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چاودنې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي او ټپیان کړي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x