طالب چارواکي: هڅه کوو چې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا زمینه برابره کړو

طالب چارواکي: هڅه کوو چې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا زمینه برابره کړو

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې د هېواد په پوهنتونونو کې د تحصیل په بېلابېلو برخو کې د دوکتورا زمینه برابره کړي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د سږني کال د کانکور ازموينې د برياليو ګډونوالو د ستاينې په مراسمو کې وويل چې د دې ډلې حکومت داسې کسانو ته اړتيا لري چې په بېلابېلو برخو کې متخصص وي. دغه طالب چارواکي دا هم ویلي، چې د دې ډلې حکومت هڅه کوي، چې د هېواد بچیان په سمه توګه وروزل شي او د افغانستان لپاره اغېزمن تمام شي. باید وویل شي، چې افغان محصلین د دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لپاره لرې او نږدې هېوادونو ته سفر کوي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو ادعا: د اسلامي نړۍ سترګې د اسلام او دین په ساتنه کې طالبانو ته دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x