د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت وايي، د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريد کې ۴۶ تنه وژل شوي دي. د طالبانو د ویاند مرستیال د چهارشنبې په ورځ (د جدي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني جنګياليو په برمل ولسوالۍ کې څلور ځايونه بمبار کړي. هغه زیاته کړه چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي. تر دې مخکې خبری سرچینو ویلی وو چې پاکستانیو جنګیالیو په برمل ولسوالۍ کې اووه نقطې بمبار کړی دی. سرچینې معمار خبري اژانس ته ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

- 51
لنډ لینک: https://memar.press/?p=114447
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 114447
کې خپور شو 4:39 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				












 
								 
								