طالبان: په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه لري

طالبان: په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه لري

طالبان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما راپور حقيقت نه لری او په هېواد کې هېڅ ډول ستونزې او خپلسري وژنې ته اجازه نه ورکول کېږي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۲۹مه په خپل ټویټر ولیکل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور حقيقت نه لری او په هېواد کې به خپلسري نیونې او وژنې ته اجازه نه ورکول کیږي.

مجاهد څرګنده کړه: “که څوک په خپل سر بل څوک ووژنې او بندي کړي، پخپله به مجرم وګڼل شي او له شرعي چلند سره به مخ شي.”

هغه زیاته کړه: “په دې اړه د یوناما راپور بې بنسټه او پروپاګند دی.”

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي نن په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د بشري حقونو د سرغړونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه يو راپور خپور کړى او ويلي يې دي چې د تېر کال د اګست له ١٥مې څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ١٥مې نېټې پورې په افغانستان کې د امنیتي ضد پېښو له امله ٧٠٠ ملکيان وژل شوي دي او نور يو زرو ۴۰۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x