طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي

طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ او زیربناوو په اړه د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال مامدوف په حضور کې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه توب درې اړخیزه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چی دواړو لورو د سیمه ییزو همکاریو، د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا ځلېدو او د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د سمنټو د زیاتوالي، د ورېښمو د لارې د اغېزمنې استفادې او په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د ازبکستان او اذربایجان په اقتصادي او سوداګریزه ناسته کې د ټرانسپورټ، لوژستیکي او کاني برخو د درې اړخیزې پراختیا په اړه هوکړه شوې ده.

بیشتر بخوانید:  یونیسف: د افغان ښځو او نجونو رول د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x