طالبان: د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بې‌اهمیته دي

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستۍ څرګندونې او ګواښونه «بې‌اهمیته» بللي او ویلي یې دي چې د هغه د فعالیت اندازه یوازې تر ټویټ پورې محدوده ده.
طالبان: د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بې‌اهمیته دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ذبیح‌الله مجاهد په یوې مرکه کې ویلي چې د افغانستان حکومت نه غواړي د خواجه محمد آصف خبرو ته رسمي غبرګون وښيي. هغه د دغه پاکستاني مقام د محدود واک په اړه وویل: «د پاکستان دفاع وزیر صلاحیت یوازې د یو ټویټ تر خپرولو پورې محدود دی، نو د هغه خبرې زموږ لپاره هېڅ اهمیت نه لري.»

مجاهد زیاته کړه: «زه نه غواړم د خواجه آصف د بیان ځواب ورکړم، ځکه د هغه فعالیتونه یوازې په ټویټونو پورې تړلي دي.» د طالبانو ویاند دا هم وویل چې د پاکستان ولس جګړه نه غواړي، موږ هم جګړه نه غواړو. نوموړي وویل: «زه نه غواړم د داسې چا د خبرو له مخې چې شخصي ستونزې لري، له خپلو پاکستاني وروڼو سره شخړه پیل کړم.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو کچه وروسته له هغه لوړه سوې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې ناکامې سوې. خواجه محمد آصف مخکې طالبانو ته ګواښ کړی وو چې که د پاکستان امنیت تضمین نه کړي، «په بشپړ ډول به له منځه یوړل سي او بېرته به د توره‌بوره غارونو ته وشړل سي.» خو ذبیح‌الله مجاهد د نرمه خو سپک کوونکې لهجې په کارولو سره دا ګواښونه یوازې د «ټویټ» په سطح وبلل او د هغه ارزښت یې راټیټ کړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه