د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت نن یکشنبه (د سنبلې ۲۵مه) اعلان وکړ چې د طالبانو د لوی درستیز مرستیال قاري فصیح الدین فطرت د دې ډلې تر کنټرول لاندې د هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درېیو طالب پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې وویل: په تېرو شلو کلونو کې ځينو افغانانو تېروتنه وکړه او هېواد يې تر اشغال لاندې وه. نن زموږ هر هېوادوال کولای شي دلته خدمت وکړي او هېواد په خپلو پښو ودروي. هغه په دوام وويل چې په تيرو وختونو کې د افغانستان د وروسته پاتې والي اصلي لامل اشغال و. زموږ اردو په رښتیني ډول د هېواد ساتنه کوي او موږ هڅه کوو چې خپل هېوادوال ارام ژوند ولري. بايد يادونه وشي چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي.

- 43
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 10439
- September 15, 2024
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 10439
- September 15, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:18 - September 15, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10439
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو د ماینونو ککړو هېوادونو څخه دی
16:57 - November 20, 2025

د ماشوم نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د بحران دروند سیوری
16:53 - November 20, 2025

روسیه: د داعش خراسان ګواښ یوازې د افغانستان موضوع نه ده
16:51 - November 20, 2025

۵۶۵افغان بندیان له عراق او پاکستانه هېواد ته راستانه سول
16:47 - November 20, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments