د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه د سیګار راپور رد کړ او دا یې د افغانستان پر وړاندې منفي تبلیغات وبلل. د دې راپور په ځواب کې، د طالبانو ویاند مرستیال د سیګار ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هیڅ ترهګره ډله په هیواد کې فعاله نه ده. فطرت د داعش د فعالیتونو په اړه د اندیښنې څرګندول د دې ډلې په ګټه تبلیغات ګڼلي دي. دا په داسې حال کې ده چې سیګار په یوه راپور کې د افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځای کیدو د خطر په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د داعش بریدونو طالب چارواکي هم په نښه کړي دي.

- 43
 
لنډ لینک: https://memar.press/?p=119107
۹ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 119107
کې خپور شو 5:11 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				







