طالبان: تېر کال شاوخوا دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن یکشنبه د روان هجري لمریز کال د اسد په ۲۱مه د دولتي ادارو د یو کلن لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې وویل: په تېر کال کې نږدې دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۰۳ کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېر يوه کال په ترڅ کې د کډوالو د دايمي استوګنې لپاره ١٣ استوګنيز ښارګوټي رغول شوي او لازمې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د مډال ګټونکو لوبغاړو ته د موټرو مرسته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x