طالبان: ایران د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتو دی

طالبان: ایران د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتو دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې دا اعلان وکړ چی د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران له اقتصادي پلاوي سره وکتل او ویې ویل چی د ایراني پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې شته. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ایران سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ، ایراني پانګوالو ته یې بلنه ورکړه او د لازمو اسانتیاوو او ملاتړ ژمنه یې وکړه. نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د بهرنۍ پانګونې د جلبولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د مهاجرت وزیر: سلګونه زره راستانه شوي کډوال خپلو سیمو ته انتقال شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x