طالبان: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

د طالبانو ویاند د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په ټینګار سره خبرداری ورکړی چې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې په منظم ډول د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم ته داخلېږي، او دا کار کولای سي د ګاونډیتوب اړیکو ته جدي زیان ورسوي.
طالبان: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، په یوې مرکه کې څرګنده کړې چې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې په پرله‌پسې ډول د پاکستان د هوايي حریم له لارې د افغانستان اسمان ته داخلیږي، او دغه عمل یې د «ملي حاکمیت نقض» بللی دی.

مجاهد زیاته کړه چې افغانستان د استانبول په وروستیو خبرو کې له پاکستان څخه غوښتي چې تضمین ورکړي د دغه هېواد خاوره یا هوايي حریم به د افغانستان پر ضد د هېڅ ډول عملیاتو لپاره نه کارېږي.

مجاهد ټینګار وکړ: «لکه څنګه چې پاکستان له موږ غواړي چې د افغانستان له خاورې د هغه هېواد پر ضد استفاده ونه سي، موږ هم په متقابل ډول همدغه غوښتنه لرو.»

د طالبانو ویاند خبرداری ورکړ چې د هوايي سرغړونو دوام «د ګاونډیتوب اړیکو ته زیان رسوي» او ټینګار یې وکړ چې افغانستان «د دې ډول کړنو د تکرار په صورت کې به لاس تړلی نه دریږي.» هغه همدارنګه وویل چې هېواد یې چمتو دی له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ همکاري وکړي، خو هر ډول بهرنۍ لاسوهنه چې ملي حاکمیت ته زیان ورسوي، د منلو وړ نه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط