طالبانو په کابل کې د اوبو د کمښت د حل لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ د جوړولو اعلان وکړ

طالبان از تهیه استراتژی جامع برای رفع کم‌آبی در کابل خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي اعلان کړه چي د طالبانو حکومت په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره یوه هر اړخیزه او اوږدمهاله تګلاره جوړه کړې ده. حنفي دغه موضوع د سه شنبې په ورځ د قوس په ۲۰ مه د «نوي کابل» پروژې د لومړي پړاو د پرانیستې په مراسمو کې مطرح کړه. هغه وویل چې د طالبانو مشر دغه تګلاره تصویب کړې ده. د دې ستراتیژۍ له مخې به د پنجشیر ولایت اوبه کابل ته انتقالیږي او بیا به دا اوبه په زیرمو او کورونو وویشل شي. د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال زياته کړه، چې د دې پروژې د لومړي پړاو لګښت ١٤٠ ميليونه ډالره اټکل شوى دى.

بیشتر بخوانید:  د اوکراين په اړه ښايي امريکا د افغانستان پاليسي غوره کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه