د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د احصایې ملي ادارې اعلان کړې ده چي په څلورو نویو ولایتونو کې به د آسان خدمت مرکزونه فعال شي. په دغو ولایتونو کې ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند شامل دي. دغه پرېکړه د برېښنايي تذکرو د وېش پروسې د مدیریت او تطبیق کمېټې په غونډه کې وشوه. په دې کتنه کې په جوزجان، ننګرهار، میدان وردګو او د غزني په اندړو ولسوالیو کې د تذکرو د وېش د نویو څانګو د جوړولو په اړه بحث وشو. اوس مهال د اسان خدمت مرکزونه په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې فعالیت کوي او هره ورځ سلګونه هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

- 49
- منتشر شده در 0:00 ق.ظ
- شماره خبر 114694
- December 28, 2024
- منتشر شده در 0:00 ق.ظ
- شماره خبر 114694
- December 28, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:34 - December 28, 2024
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=114694
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط



