طالبانو په پنجشېر کې د سرو زرو، روبي او اوسپنې د کانونو د سروې د بشپړېدو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پنجشېر ولايت کې د طالبانو د کانونو د رياست مشر محمد قاسم اميري دغه څرګندونې کړې دي چي د دغه ولایت د سرو زرو، روبي او اوسپنې د کانونو د استخراج چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. هغه زیاته کړه چې د دغو کانونو سروې بشپړه شوې ده. د پنجشیر ملي راډیو او ټلویزیون چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د دغه کان د استخراج پروژه د دغه ولایت خلکو ته د کار زمینه برابرولی شي. اوس مهال طالبانو د پنجشیر زمرد کانونه ایستلي او وخت په وخت یې لیلام کوي.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ازبکستان سفیر په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د یو لوړ پوړي ازبک پلاوي د سفر خبر ورکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه