طالبانو په هرات کې د “مولوي مهدي” د وژل کېدو خبر ورکړ

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن چهارشنبه (د اسد ۲۶مه) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل: د سرپل د بلخاب ولسوالۍ لپاره د بغاوت ګرانو مشر مولوی مهدی وژل شوی دی. د طالبانو سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په سرحدي سیمو کې مولوي مهدي هغه مهال وواژه چې په تېښته بوخت و.

په اعلاميه کې راغلي چې مولوي مهدي د سرپل ولايت په بلخاب کې د اسلامي امارت په وړاندې له پاڅون وروسته له خپلو څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتېدلی و چې د هرات ولايت او ايران تر منځ په سرحدي نقطو کې د استخباراتو له خوا وپېژندل شو او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او د دې ډلې د ناراضي قوماندان مولوي مهدي ترمنځ د بلخاب جګړه روانه وه.

په دې جګړه کې د بلخاب زرګونه اوسیدونکي بې ځایه شول او ګڼ شمیر یې مړه او ټپیان شول.

بیشتر بخوانید:  د زعفرانو کښت، د مخدره توکو غوره بدیل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x