د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د وسله والو طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د جلال اباد ښار په بازارونو کې د ښځو لپاره د سمارټ فونونو پر کارولو بندیز لګولی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې رياست مسوولينو د جلال اباد ښار له بازارونو ليدنه کړې او مېرمنو ته يې د دې کار اخطار ورکړى دى که چیرې یو سمارټ فون له دوی سره وموندل شي، دا وسایل به ضبط شي. ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. تر دې مخکې په کندهار ولایت کې هم د ښځو لپاره د سمارټ فون کارول «حرام» اعلان شوي وو.

- 56
- کې خپور شو 9:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 113771
- December 21, 2024
- کې خپور شو 9:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 113771
- December 21, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:17 - December 21, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113771
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

نصیراحمد اندیشه: د طالبانو مشر له پخوا زیات منزوي سوي
14 ساعتونه پیش

د ونزوېلا د ولسمشر تښتول؛ امپریالیزم د ټرمپ له روایته
15 ساعتونه پیش


کابل ته د ایران د کار او ټولنیزي هوساینې وزارت د پلاوي سفر
15 ساعتونه پیش