د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښځینه خبریالانو نوي بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو د دې حکم له مخې، ښځینه خبریالانې نور اجازه نه لري چې له محرم پرته په رسنیو کې خپلو کاري ځایونو ته لاړې شي.
ځایی سرچینو راپور ورکړی چې دا پریکړه د رسنیو په سکتور کې د ښځو د فعالیت کمولو په موخه ده او په ولایت کې یې د بیان د آزادۍ او د ښځو د حقونو د راتلونکي په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.