د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو په وروستي محدودیت کې د دې ډلې ځواکونو په خوست ولایت کې د سوداګرۍ د جواز د نشتوالي له امله د تبادلې ټول دوکانونه تړلي دي. دولتي سرچینو ویلي، چې طالبانو له کوم مخکني خبرتیا پرته د تبادلې پر دوکانونو برید وکړ او هغه یې وتړل. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پيسو تبادله کوونکي هم د طالبانو له خوا د زياتو مالياتو د فشار له امله اړ شوي چې خپل کاروبارونه وتړي. د طالبانو دغه اقدام د افغانستان د اقتصادي وضعیت او په سوداګریزو فعالیتونو د محدودیتونو د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

- 61
- کې خپور شو 12:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 10461
- September 17, 2024
- کې خپور شو 12:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 10461
- September 17, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:40 - September 17, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10461
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



