د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د هرات نورالجهاد د برېښنا د پروژې قرارداد یې له ترکمنستان سره لاسلیک کړی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت نن سه شنبه (د قوس ۲۱مه) اعلان وکړ چې د ترکمنستان له حکومت سره یې په هرات ولایت کې د نور الجهاد د برېښنا پروژې د کار د ګړندیتوب تړون لاسلیک کړی دی. د برېښنا شرکت ویلي، چې دغه قرارداد تېره ورځ د هرات نورالجهاد پروژې د کار د چټکتیا او د دواړو خواوو ترمنځ د تخنیکي ملاحظاتو په اړه په ترکمنستان کې د برېښنا شرکت د مشرتابه او د نړیوالو پروژو د عمومي مدیر ترمنځ د ګډې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7169
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7169
منتشر شده در 3:01 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email