د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې نن (شنبه، د حمل ۹مه) اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د دوی د ډلې تر کنټرول لاندې زندانونو څخه ۲۴۶۳ بندیان خوشې شوي دي.
د سترې محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، د دې شمېرې د خوشې کولو سربیره، د ۳۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې چارواکو ویلي دي چې دا بخښنه او د سزا کمول د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ ترسره شوي او موخه یې د کوچني اختر لمانځل او په زندانونو کې د ګڼې ګوڼې کمول وو.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د زندانونو ادارې مخکې راپور ورکړی و چې د دوی په زندانونو او توقیف ځایونو کې له ۲۰،۰۰۰ څخه ډیر کسان ساتل کیږي.