طالبانو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د لنډمهاله بندر د جوړولو اعلان وکړ

وزارت مالیه طالبان از ساخت بندر موقت در مرز افغانستان و ترکمنستان خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ټاپي پروژې د تجهیزاتو او پرسونل د لیږد د اسانتیا لپاره به د افغانستان-ترکمنستان پر پوله یو لنډمهاله بندر جوړ کړي. د طالبانو د مالیې وزارت مرستیال عبدالمتین سعید په سرحدي سیمه کې د ترکمنستان د سرحدونو د وزارت له مرستیال ایلمانوف او د ټاپي پروژې له مشر مراد امانوف سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز د ټاپي پروژې لپاره افغانستان ته د تخنیکي کارکوونکو، تجهیزاتو او ماشینونو لېږد و. دواړو خواوو د ویزو د ترلاسه کولو په بهیر کې د اسانتیاوو، د کارکوونکو د کاري ساعتونو په ټاکلو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د لیږد د اسانتیا په اړه هم خبرې وکړې. طالبانو ټینګار کړی، چې د ترکمنستان پلاوی د ټاپي پروژې د تطبیق بهیر ګړندۍ کولو او د دې لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرولو ته ژمن دی.

 

بیشتر بخوانید:  د تهران د مهاجرینو د چارو مشر: د مهاجرو فوبیا نښه د ماند شبکې ته رسیږی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه