د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ (د جدي ۱۵مه) اعلان وکړ چې د افغانستان په ټولو داخلي او بهرنیو ادارو کې به د ښځو کار ودروي. د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب اعلان وکړ چې دا پریکړه د “مصلحت پر بنسټ” شوې او وزارت یې د تطبیق مسولیت لري. هغه زیاته کړه: «د رسمي خبرتیا له مخې ټول کورني او بهرني بنسټونه مکلف دي چې دغه حکم عملي کړي. که دوی همکاري ونه کړي، د دوی فعالیتونه به وځنډول شي او صادر شوي جوازونه به لغوه شي.” دغه پریکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي ده. د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دغه اقدام د ښځو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې او په افغانستان کې یې د کار کوونکو ښځو او د مرستو رسولو بهیر ته د دې کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

- 51
- کې خپور شو 1:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 115832
- January 5, 2025
- کې خپور شو 1:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 115832
- January 5, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:45 - January 5, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115832
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



