طالبانو او ازبکستان د (کابل-تاشکند) پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

لنډ لینک: https://memar.press/?p=659
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 659
کې خپور شو 4:21 ب.ظ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت مشر امیرخان متقي او د ازبکستان د چارو د ادارې مشر سردار عمرزاکوف په تاشکند کې سره لیدلي دي
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په يوه بیانیه کې چې نن سې شنبه د اسد په ۸مه خپره شوه، راغلي چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو (کابل-تاشکند) ټینګار وکړ او له همدې اونۍ څخه یې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پټلۍ د پیل اعلان وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (د اسد په ۸ مه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان د ازبکستان د جمهور رئیس د دفتر له رئیس سردار عمر زاکوف سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي دوستانه اړیکې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ زیاتوالی او په سیاسي ډګر کې متقابل ملاتړ د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه نښه وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، ترانزیت، د کرنې په برخه کې د همکاریو او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د کارپوهانو له خوا د اورګاډي د نقشې د سروې پیلولو ته چمتووالی ښودلی دی.
ازبکستاني لوري ویلي چې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي د نقشې د سروې کار به روانه اونۍ پیل شي.
ښاغلي عمر زاکوف په دې غونډه کې وویل، چې دوی د افغانستان د کرنې په وده کې مرسته کړي دي او د کرنیزو ناروغیو د درملنې لپاره به روغتونونه جوړ کړي.
هغه د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې دوستانه او ژورې وبللې.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ ازبکستان ته د افغانستان په اړه په دوو نړیوالو غونډو کې د ګډون په موخه تللی و.
په دې کتنه کې چې تاشکند ته د طالبانو د پلاوي د سفر په شپږمه ورځ ترسره شوه، د ترانزیت او کرنې پر مسایلو هم خبرې وشوې.
د طالبانو پلاوی شپږ ورځې مخکې د تاشکند په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی او تر اوسه کابل ته نه دی راستون شوی.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
ذبیح-الله-مجاهد
طالبان: کابل غواړي له اسلام‌آباد سره روان کړکېچ په سوله‌ییز ډول حل سي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د طالبانو اداره هڅه کوي چې له پاکستان سره رامنځته سوي وروستي کړکېچونه د خبرو او تفاهم له لارې، په سوله‌ییز ډول حل کړي.
MOZAKERAT-TURKIYE-3
د استانبول د خبرو اترو دوامداره ترینګلتیا؛ د طالبانو او پاکستان درېیمه ورځ خبرې بې‌پایلې پاتې سوې
د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له بهیر سره نږدې سرچینې وایي، د دواړو لوریو خبرې اترې بې‌له پایلې پای ته رسېدلې دي.
بانک-جهانی-
نړیوال بانک: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې مالي تاوان 183 میلیونه ډالرو ته رسېدلی
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۸۳ میلیونه امریکایي ډالره مالي زیان رامنځته سوی دی دا اندازه د افغانستان د ۲۰۲۳ مالي کال د ناخالص کورني تولید (GDP) له یوې سلنې زیاته ده.
سخنگوی-طالبان-1-5
د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند موافقه لا تر اوسه وروستۍ سوې نه ده، او د دې له امله نه ده اعلان سوې چې د تړون منځپانګه بشپړه سوی نه ده.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.