سید حسن نصرالله او د هغه لوړ نظریات

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10716
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10716
کې خپور شو 11:43 ق.ظ

د نړۍ مسلمانان او ازاد خلک په دې ورځو کې په ډېر غم کې دي؛ د یو داسې شخص له لاسه ورکولو غم چې خپل ګټور ژوند یې د اشغال او ظلم په وړاندې په مبارزه کې تیر کړ. هغه سید حسن نصرالله وو چې له لسیزو راهیسې یې د صهیونیسټي دښمن او د هغوی د لویدیځو ملاتړو له سترګو څخه آرامه خوب ایستلی دی. شهید سید حسن نصرالله د ظلم او صهیونزم په وړاندې د اسلامي ټولنې له اتلانو څخه وو. هغه په خپل ښه مدیریت او کاریزماتیک رهبرۍ سره یې د لبنان په ټولنه کې حزب الله د یوه پیاوړي او قوي ځواک په توګه بدل کړ. سید حسن نصرالله په لبنان کې د حزب الله رهبر د ۱۹۶۰ کال د اګست په ۳۱مه (د ۱۳۳۹ سنبلې ۹مه) د لبنان په جنوب کې د البزوریه په ښار کې زیږیدلی دی او د حق جبهه په مشرۍ له کلونو مبارزې او رهبرۍ وروسته بالاخره پرون (شنبه د میزان ۷مه) د هغه تر مشرۍ لاندې ګوند د بیروت په ښارګوټو کښې د صهیونیسټ رژیم په حمله کښې د هغه د شهادت خبر اعلان کړ. نصرالله چې د ۱۳۷۰ لمریز کال د دلو په ۲۷مه د شهید سید عباس موسوي له وژل کېدو وروسته د لبنان د حزب الله د عمومي مشر او رهبر په توګه وټاکل شو، په درې لسیزو هوښیار رهبرۍ کې یې دومره عزت او عظمت ترلاسه کړ چې دښمنانو یې هم څو ځله اعتراف کړی دی. د حزب الله الهام بخښونکي مبارزو او بریاوو په تېره بیا په تېرو دوو لسیزو کې نصرالله د نړۍ له مشهورو رهبرانو څخه جوړ کړی وو چې نه یوازې د لبنان د مسلمانانو په منځ کې، بلکې حتی د لبنان او له هغه څخه هاخوا د څو ملي او مذهبي ټولنې د غیر مسلمانانو په منځ کې هم شهرت درلود. داسې یو رهبر وو چې د ټولې لبناني ټولنې د ازادۍ او واک غوښتونکی و او دا یې په عمل کې هم ثابته کړه. د هغه شهرت د هغه د رهبرۍ د قدرت او ځواک له امله وو چې د صهیونیسټي نیواک دښمن یې په سختو ګوزارونو سره له لبنان څخه وشړل او په اشغال شویو سیمو او فلسطین کې د حزب الله ځواکونه او د نصرالله پلویان د اسرائیلي ظالم رژیم پر وړاندې ودریدل. د سید حسن نصرالله شهرت د ۲۰۰۶/۱۳۸۵ په جګړو کې نور هم زیات شو؛ په دغه جنګ کښې چې ۳۳ ورځې یې دوام وکړ صهیونیسټ رژیم ته درانده تاوانونه واوښتل او خپلو هدفونو ته له رسیدو پرته له جنوبی لبنان څخه وتلو ته اړ شو. په دغه جنګ کښې د اسرائیلو د رژیم ستراتیژیکه ماتې د ځینو صهیونیسټی قوماندانانو د استعفا سبب شوه. لکه څنګه چې د اسلامي امت مشرانو ویلي دي چې د نصرالله په شهادت سره به د هغه لاره او طریقه روانه وي. بې له شکه لکه څنګه چې صهیونیسټي دښمن د نصرالله له جنګي ژوند څخه اغیزمن شوی و، اوس به د نصرالله لاره او لوړ هدف په سیمه کې د صهیونیسټي تسلطي نظام په وړاندې یو نه ماتیدونکی خنډ او قوي قلعه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.